کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ذبیح الله مجاهد: د رسنیو نوی قانون به ډېر ژر د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري نهايي او تصویب شي

17 جدی 1402 ساعت 10:08

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې د هېواد د رسنیو نوی قانون چمتو شوی او ډېر ژر به نهايي او تصویب شي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي: د رسنیو قانون به ډیر ژر نهايي شي، په دې کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو قانون شامل دی. 

بل خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي، د رسنیو نوی قانون د پخواني قانون په څېر دی او په ځینو مواردو کې یې بدلونونه هم راغلي دي.

حیات الله مهاجر فراهي ټینګار کوي چې اسلامي امارت په خپلو ټولو قوانینو کې اسلامي ارزښتونه په پام کې لري. ځکه چې "افغانستان یو اسلامي هیواد دی او پر موږ یې درناوۍ فرض دي."

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې په هېواد کې لسګونه غږيزې، تصويري او چاپي رسنۍ رامنځته شوې او ډېرې يې لا هم فعالې دي.


د مطلب کود: 283635

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283635/ذبیح-الله-مجاهد-د-رسنیو-نوی-قانون-ډېر-ژر-اسلامي-امارت-رهبرۍ-له-لوري-نهايي-او-تصویب-شي

آوا
  https://www.avapress.com