دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 283635
ذبیح الله مجاهد: د رسنیو نوی قانون به ډېر ژر د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري نهايي او تصویب شي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې د هېواد د رسنیو نوی قانون چمتو شوی او ډېر ژر به نهايي او تصویب شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي: د رسنیو قانون به ډیر ژر نهايي شي، په دې کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د رسنیو قانون شامل دی. 

بل خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د چارو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي وايي، د رسنیو نوی قانون د پخواني قانون په څېر دی او په ځینو مواردو کې یې بدلونونه هم راغلي دي.

حیات الله مهاجر فراهي ټینګار کوي چې اسلامي امارت په خپلو ټولو قوانینو کې اسلامي ارزښتونه په پام کې لري. ځکه چې "افغانستان یو اسلامي هیواد دی او پر موږ یې درناوۍ فرض دي."

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې په هېواد کې لسګونه غږيزې، تصويري او چاپي رسنۍ رامنځته شوې او ډېرې يې لا هم فعالې دي.
https://avapress.com/vdcc11qip2bq4e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته