دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۳۹
د مطلب کود : 275085
ذبیح الله مجاهد د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت:

د برتانوي استعمار، سور پوځ او امریکايي ځواکونو ماتې وښوده چې افغانستان د ماتې وړ نه دی

د برتانوي استعمار، سور پوځ او امریکايي ځواکونو ماتې وښوده چې افغانستان د ماتې وړ نه دی
د اسلامي امارت ویاند د اسد د ۲۸مې له انګریزي استعمار څخه د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د انګریزي استعمار د ماتې، سور پوځ او همدارنګه د امریکايي او ناټو ځواکونو ماتې وښوده چې افغانستان یو نه ماتیدونکی هیواد دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له انګریزي استعمار څخه د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د ۱۰۴مې کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د انګریزي استعمار ، سره پوځ یا د شوروي اتحاد ړنګېدل او د امریکايي او ناټو ځواکونو ماتې وښوده چې افغانستان یو نه ماتیدونکی هېواد دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت د یوه «خپلواک او مشروع نظام» په توګه د «اسلامي شریعت» پر بنسټ د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په سالمو اړیکو باور لري او له نورو هېوادونو غواړي چې دا ډول تګلاره غوره کړي.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان زړور او مېړني ولس د الله تعالی په مرسته او د بې ساري مالي او ځاني سرښندنو په برکت له خپلې پاکې خاورې د نولسمې پېړۍ زبرځواک نیواکګر ځواکونه وځپل او خپله خپلواکي یې ترلاسه کړه.
 
خبرپاڼه زیاتوی، چې د افغانستان مؤمن ولس تل مظلوم پاتې شوی او هېڅکله یې د نورو هېوادونو او ولسونو د زیانمنولو اراده نه ده کړې.
 
په خبرپاڼه کې همدا راز ټینګار شوی چې د افغانستان اسلامي امارت خپل مجاهد او مؤمن ولس ته د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت مبارکي وایي او ترڅنګ یې یادونه کوي چې اسلامي امارت د خپلو دیني ارزښتونو، عقیدې، فکر او کلتور ساتنې ته ژمن دی.
 
د يادونې وړ ده، چې نن (اسد ۲۸) له انګريزي استعمار څخه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۴مې کليزې سره برابره ده.
 
https://avapress.com/vdcc4pqip2bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته