دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۰
د مطلب کود : 275079
ذبیح الله مجاهد: خبریالان د رسنیزو فعالیتونو په تور نه دي نیول شوي
د اسلامي امارت ویاند د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې د وروستي راپور په غبرګون کې وايي چې په هیواد کې د رسنیو د فعالیتونو په تور خبریالان نه دي نیول شوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مخکې ویلي وو چې د اسلامي امارت له بیا تاسیس وروسته ۶۴ خبریالان په افغانستان کې د کار کولو له امله نیول شوي دي.
 
دغې کمیټې دا هم ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په دغه هیواد کې د رسنیو جبر زیات شوی او د سانسور، بریدونو، خپلسریو نیول، د کورونو د پلټنو او د ښځینه خبریالانو په وړاندې د بندیزونو قضیې هم ورسره ثبت شوي دي.
 
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ویلي، چې په هېواد کې د رسنیو د فعالیتونو په تړاو خبریالان نه دي نیول شوي او نه هم سرپرست حکومت د رسنیو فعالیتونه سانسور کړي دي.
 
هغه زياته کړه، موږ تعقيب کړى، هغه خبريالان چې بنديان شوي وو، د هغوى د رسنيزو فعاليتونو له امله نه، بلکې د دوى په توقيف کې نورې مسئلې شاملې وې.
 
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ د سازمان مشر محمد ظریف کریمي وویل: مسوول بنسټونه باید ژر تر ژره نیول شوي خبریالان خوشې کړي. که کومه ادعا وي، د رسنیو د سرغړونې کمیسیون ته راپور ورکول کیدی شي.
 
د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال عبدالسلام حنفي هم په کابل کې د اسلامي امارت د بریا د دوهمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د بیان له ازادۍ څخه سرغړونه رد کړه.
 
ښاغلي حنفي وويل: لويديځوال وايي چې دلته د بيان ازادي نشته، که د بيان ازادي نه وي نو دا مايکروفونونه د چا دي؟
 
په همدې حال کې د بې سرحده خبریالانو سازمان پرون اعلان وکړ چې په تیرو لسو ورځو کې لږ تر لږه ۹ تنه خبریالان د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا په "خپل سر" نیول شوي دي.
 
دغه سازمان له اسلامي امارت څخه د خبریالانو د بې قید او شرطه خلاصون غوښتنه کړې ده.
 
https://avapress.com/vdcfetd01w6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته