دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 273089
ذبیح الله مجاهد: اسماعیل خان او نورو چارواکو ته بلنه ورکوو چې هېواد ته راستانه شي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد چې هرات ولایت ته په سفر تللی د دغه ولایت له یو شمیر ژورنالیستانو، د پوهنتونونو استادانو او فرهنګپالو سره په خبرو کې وویل: موږ د تېر حکومت له چارواکو او مخورو شخصیتونو څخه د اسماعیل خان په شمول چې بهر کې دی، موږ غواړو چې دوی بیرته هیواد ته راستانه شي او د خپلو خلکو سره وي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: ښاغلي مجاهد زیاته کړه: د اسماعیل خان په ګډون سلګونه پخواني چارواکي چې په بهر کې دي، موږ هغوی ته بلنه ورکوو چې بیرته راستانه شي او خپلو کورونو ته راشي، د دوی عزت او کرامت ته درناوی وشي او له دوی سره به هیڅ ډول ستونزه نه وي.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: که موږ سره یو شو، هېڅ هېواد به موږ ته ماتې ورنکړي او نه به زموږ ترمنځ دسیسې جوړې کړي.
 
د راپورونو له مخې ښاغلی مجاهد پرون د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د لومړي ځل لپاره هرات ولایت ته داخل شو او د دغه ولایت له دولتي چارواکو او بېلابېلو برخو سره یې وکتل.
 
https://avapress.com/vdcevx8wojh8f7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته