کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه: په افغانستان او پاکستان کې له کډوالو سره د مرستې لپاره څه باندې ۵۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده

17 جدی 1402 ساعت 10:21

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو د چارو د سمبالولو لپاره ۵۱.۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.


آوا - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۵ مه د یوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ناامنۍ، بې ثباتۍ او د چاپېریال د ناورینونو او همدارنګه د اقتصادي انفلاسیون له امله اړتیاوې لا هم پرتې دي. 

د دغه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان لپاره ۴۳.۴۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده او ۸.۴۳ میلیونه ډالره به په پاکستان کې د مهاجرینو د چارو د سرته رسولو لپاره ولګول شي.

د دغه کمېشنر په وینا له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر مخ په کمېدو دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د دغه راپور د چمتو کولو پر مهال په منځنۍ کچه ۱۵۰۰ ټنه له سرحدي پولو اوړي، په داسې حال کې چې دا شمېر د تېر کال د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې ۱۸۲۰۰ ټنه و.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان د تېر کال په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې مېشت ټول ناقانونه افغان کډوال به له هېواده وباسي.


د مطلب کود: 283639

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283639/ملګري-ملتونه-په-افغانستان-او-پاکستان-کې-له-کډوالو-سره-د-مرستې-لپاره-څه-باندې-۵۱-میلیونه-ډالرو-ته-اړتیا-ده

آوا
  https://www.avapress.com