دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۱
د مطلب کود : 283639
ملګري ملتونه: په افغانستان او پاکستان کې له کډوالو سره د مرستې لپاره څه باندې ۵۱ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو د چارو د سمبالولو لپاره ۵۱.۹ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ د جنورۍ په ۱۵ مه د یوه راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د ناامنۍ، بې ثباتۍ او د چاپېریال د ناورینونو او همدارنګه د اقتصادي انفلاسیون له امله اړتیاوې لا هم پرتې دي. 

د دغه راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال له نومبر څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغانستان لپاره ۴۳.۴۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده او ۸.۴۳ میلیونه ډالره به په پاکستان کې د مهاجرینو د چارو د سرته رسولو لپاره ولګول شي.

د دغه کمېشنر په وینا له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو شمېر مخ په کمېدو دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د دغه راپور د چمتو کولو پر مهال په منځنۍ کچه ۱۵۰۰ ټنه له سرحدي پولو اوړي، په داسې حال کې چې دا شمېر د تېر کال د نومبر په لومړۍ اوونۍ کې ۱۸۲۰۰ ټنه و.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان د تېر کال په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې مېشت ټول ناقانونه افغان کډوال به له هېواده وباسي.
https://avapress.com/vdcgww9xyak9734.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته