دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 278573
ملګري ملتونه: په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه وګړي له بې وزلۍ سره مخ دي
د «بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړېوالې ورځې» په مناسبت ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړی چې په نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰ میلیونه وګړي په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ملګرو ملتونو دغه راپور نن (سه شنبه، میزان ۲۵) د «بې وزلۍ د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې» په مناسبت خپور کړی دی.
 
سازمان د ټولو لپاره د "بشري وقار ساتلو" د یوې وسیلې په توګه د ښه کار او ټولنیز ملاتړ لپاره نړیوال لاسرسي غوښتنه کوي.
 
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، ډېری هغه خلک چې په خورا بې وزلۍ کې ژوند کوي په غیر رسمي اقتصاد کې کار کوي او د اوږدې مودې کار کولو سره سره، دا خلک نشي کولی دومره پیسې ترلاسه کړي چې د ځان او خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.
 
د دغه راپور پر بنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ یوازې ۴۶،۹ سلنه وګړي د ټولنیز خوندیتوب له لږ تر لږه ګټې تر پوښښ لاندې وو، خو د نړۍ تر نیمايي زیات نفوس د دغو پروګرامونو له پوښښ څخه پاتې وو.
 
که څه هم په دغه راپور کې د افغانستان په اړه څه نه دي ویل شوي، خو تر دې وړاندې افغانستان د نړیوالو مرستندویه ادارو له خوا د نړۍ یو له بې وزلو هېوادونو څخه بلل شوی و.
 
په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان وکړ چې ۱۵ میلیونه وګړي، چې د افغانستان د نفوس یو پر دریمه برخه جوړوي، نه پوهېږي چې د دوی راتلونکی خواړه به له کومه ځایه راځي.
 
https://avapress.com/vdchq6nix23nqmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته