دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 278023
ملګري ملتونه دې د کوکنارو د بدیل کښت لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې سازمان له مرستیال او ورسره ملګري پلاوي سره په کتنه کې وویل، ملګري ملتونه باید د کوکنارو د کرکیلې د بدیل په خاطر له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله اکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د دغه وزارت له مرستیالې مېرمن بیت بیکډول سره په لیدنه کې د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې اداره او ورسره مل پلاوی، ملګري ملتونه باید د کوکنارو د کښت د بدیل لپاره له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.
 
  مېرمن بيکډول په دې کتنه کې وويل چې په تېرو شلو کلونو کې دا د دغه سازمان تر ټولو لوړ پوړى پلاوى دى چې افغانستان ته يې سفر کړى او پرېکړه يې کړې چې په تخنيکي برخه کې خپلې مرستې، د اصلاح شويو تخمونو د وېش، د څارويو د روغتيا، اوبولګولو، د اقلیم بدلون، او میخانیکي کول، کرهنه او نور سکتورونه دوام لري او پراخیږي.
 
https://avapress.com/vdchi6nix23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته