دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 281698
ملګري ملتونه له پاکستان څخه ایستل شویو کډوالو ته لومړنۍ مرستې او سرپناه ورکوي
د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام مشر کندهار ولايت ته په خپل سفر کې وويل، چې له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو له بهير څخه تر ليدنې وروسته به يادو کډوالو ته لومړنۍ مرستې، سرپناه او د کار زمينه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د کندهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې سټیفن ریډیګر دغه څرګندونې د کندهار ولایت له سرپرست ملا شیرین اخند سره په کتنه کې وکړې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: افغانستان په تېرو دوو کلونو کې ډېر څه ترلاسه کړي، د کوکنارو د کښت مخنیوی، د امنیت تامین او د فساد له منځه وړل د افغانستان اسلامي امارت له سترو لاسته راوړنو څخه دي.

سټيفن کندهار ته د خپل سفر په اړه زياته کړه، چې غواړي د راستنېدونکو افغان کډوالو وضعيت له نږدې وڅېړي او بيا له ځايي چارواکو سره په مشوره هغوى ته د سرپناه او کار زمينه برابره کړي.

په دې کتنه کې ملا شیرین اخند د افغانستان د خلکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د فعالیتونو قدرداني وکړه او د راستنېدونکو لپاره د سرپناه د جوړولو، په ښار او کلیو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو او د نورو اړینو پرمختیايي کارونو په پلي کولو کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdcjhve8ouqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته