کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمعیت علمای پاکستان مشر به نن کابل ته راشي

17 جدی 1402 ساعت 11:23

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضل رحمان به نن یکشنبه (د جدی ۱۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.


آوا - کابل: د اسلامي امارت ویاند په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د جمعیت علمای پاکستان مشر نن یکشنبه (د جدی ۱۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.
 
که څه هم ښاغلي مجاهد د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر د سفر د علت په اړه معلومات ورنه کړل، خو تر دې وړاندې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر موخه د دواړو هېوادونو د ستونزو د هواري لپاره هڅې بللې وې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې فضل الرحمن له دې وړاندې ویلي و، چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال به د اسلامي امارت له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وګوري.


د مطلب کود: 283646

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283646/د-جمعیت-علمای-پاکستان-مشر-نن-کابل-ته-راشي

آوا
  https://www.avapress.com