دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۳
د مطلب کود : 283646
د جمعیت علمای پاکستان مشر به نن کابل ته راشي
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضل رحمان به نن یکشنبه (د جدی ۱۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت ویاند په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د جمعیت علمای پاکستان مشر نن یکشنبه (د جدی ۱۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راځي.
 
که څه هم ښاغلي مجاهد د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مشر د سفر د علت په اړه معلومات ورنه کړل، خو تر دې وړاندې کابل ته د مولانا فضل الرحمن د سفر موخه د دواړو هېوادونو د ستونزو د هواري لپاره هڅې بللې وې.
 
دا په داسې حال کې ده، چې فضل الرحمن له دې وړاندې ویلي و، چې افغانستان ته د خپل سفر پر مهال به د اسلامي امارت له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره وګوري.
https://avapress.com/vdceex8wpjh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته