کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د برشنا شرکت له خوا په لغمان ولایت کې ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا رسول

17 جدی 1402 ساعت 14:03

د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قرغې ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.


آوا - لغمان: د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کروندګرو د ټرانسفارمر په نصبولو سره دغه کورنۍ د برېښنا له ملي شبکې څخه برخمنې شوې.

د لغمان د برښنا ریاست چارواکي وايي، دغه کورنۍ د قرغیو ولسوالۍ په ملک کلي کې د برېښنا له ملي شبکې سره وصل شوې.

بل خوا د ملک کلي اوسېدونکو د حکومت د دې اقدام هرکلی کړی چې دوی ته یې برېښنا برابره کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې لا هم د هېواد په لرو پرتو کليو کې يو شمېر کورنۍ د برېښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.


د مطلب کود: 283664

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283664/د-برشنا-شرکت-له-خوا-په-لغمان-ولایت-کې-۲۰۰-کورنیو-ته-برېښنا-رسول

آوا
  https://www.avapress.com