دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 283664
د برشنا شرکت له خوا په لغمان ولایت کې ۲۰۰ کورنیو ته د برېښنا رسول
د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په قرغې ولسوالۍ کې ۲۰۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.
افغان غږ خبری آژانس - لغمان: د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د کروندګرو د ټرانسفارمر په نصبولو سره دغه کورنۍ د برېښنا له ملي شبکې څخه برخمنې شوې.

د لغمان د برښنا ریاست چارواکي وايي، دغه کورنۍ د قرغیو ولسوالۍ په ملک کلي کې د برېښنا له ملي شبکې سره وصل شوې.

بل خوا د ملک کلي اوسېدونکو د حکومت د دې اقدام هرکلی کړی چې دوی ته یې برېښنا برابره کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې لا هم د هېواد په لرو پرتو کليو کې يو شمېر کورنۍ د برېښنا د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.
https://avapress.com/vdcepx8wejh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته