کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل - غور لویه لار د واورې ورښت له امله تړل شوې ده

18 جدی 1402 ساعت 15:10

په غور ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل - غور پر لویه لاره د کوتل بیک سیمه تېره شپه د واورې ورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.


آوا - کابل: د غور د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد حماس وایی چې د کابل – غور لویه لاره د "بک" کوتل د تېرې شپې د واورې ورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د دې لویې لارې ترڅنګ د "بندبیان" سیمه چې د غور شپږ سوېل لوېدیځې ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز فیروز کوه ښار سره نښلوي، هم تړل شوې ده.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې د دغې لويې لارې د پرانستلو لپاره کار روان دى.

تر دې مخکې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ورېدو خبر ورکړی و.


د مطلب کود: 283751

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283751/د-کابل-غور-لویه-لار-واورې-ورښت-له-امله-تړل-شوې-ده

آوا
  https://www.avapress.com