دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۸ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۰
د مطلب کود : 283751
د کابل - غور لویه لار د واورې ورښت له امله تړل شوې ده
په غور ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د کابل - غور پر لویه لاره د کوتل بیک سیمه تېره شپه د واورې ورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د غور د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد حماس وایی چې د کابل – غور لویه لاره د "بک" کوتل د تېرې شپې د واورې ورښت له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې د دې لویې لارې ترڅنګ د "بندبیان" سیمه چې د غور شپږ سوېل لوېدیځې ولسوالۍ د دغه ولایت له مرکز فیروز کوه ښار سره نښلوي، هم تړل شوې ده.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي چې د دغې لويې لارې د پرانستلو لپاره کار روان دى.

تر دې مخکې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ورېدو خبر ورکړی و.
https://avapress.com/vdcbsfb58rhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته