دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 283037
د کابل طبي پوهنتون د یوه استاد د وژنې په تړاو یو تن نیول شوی دی
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، د غفار همدرد "د طب پوهنځي استاد او د میوند ښوونیز روغتون پخوانی رییس" د وژنې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي، چې د غفار همدرد "د طب پوهنځي استاد او د میوند ښوونیز روغتون پخوانی رییس" د وژنې په تړاو یې یو کس نیولی دی.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه: د کابل پوليسو د ښاغلي همدرد د کورنۍ له خوا د قاتل په توګه پيژندل شوى کس نيولى او له هغه څخه پلټنې دوام لري.

د کابل پوهنتون د طبي پوهنتون استاد غفار همدرد د چهارشنبې په ورځ د جدی په ۶ مه په کارته نو سیمه کې په خپل کار ځای کې د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

د غفار همدرد یو شمېر خپلوانو او همکارانو پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې نوموړی په خپل شخصي دفتر کې په کار بوخت و، چې په موټرسایکل سپاره وسله وال د هغه دفتر ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې. غفار همدرد د پوستکي د ناروغيو متخصص و او د طب په برخه کې يې د خصوصي تخصص تر څنګ په کابل طبي پوهنتون کې هم تدريس کاوه.

د دغه ډاکټر وژنه چې ځينو يې د هېواد د علمي پلازمېنې په توګه ياده کړې، په ټولنيزو شبکو کې پراخ انعکاس موندلى دى.
https://avapress.com/vdcipparyt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته