دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 266080
د کابل - غور لویه لار د واورې ورښت له امله تړل شوې ده
د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د سختې واورې وریدو له امله د کابل - غور لویه لار او د دغه ولایت ترانسپورتي لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي او د سیمې پاکول لاهم روان دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د فواید عامې وزارت نن یکشنبه (کب ۷ ) خبر ورکړی چې د کابل - غور لویه لاره له کوتل بیک څخه د واورې د اورښت له امله په موقتي ډول د ترافیکو پرمخ تړل شوې او د ساحوي کار اوس هم دوام لري.
 
په ورته وخت کې د بدخشان ولایت سیمه ییزې سرچینې هم وايي، چې د دغه ولایت لویه لار د راغستان، یاوان او کوهستاناتو د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
 
د فواید عامې وزارت هم تاییدوي چې د بدخشان لویه لار او په دغه ولایت کې یو شمېر ترانسپورتي لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي.
 
وزارت وايي، د ولایتي ادارې پرسونل هڅه کوي، چې د واورو له امله د لارو د بندېدو مخه ونیسي او په همدې موخه له شته امکاناتو کار اخلي.
 
https://avapress.com/vdch6-niv23n-vd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته