دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 265905
د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تړاو د ۳۱ کسانو د نیولو خبر ورکړل شو
د کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد له شپږو ولایتونو څخه ۳۱ تنه د غلا، جعلي اسنادو، قاچاق، د عامه نظم د ګډوډولو او نورو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت پرون (چهارشنبه) د یو لړ ټویټونو په ترڅ کې د هېواد له اوو ولایتونو څخه د ۳۱ تنو د نیولو خبر ورکړ.
 
د کورنیو چارو وزارت وايي، په نیمروز ولایت کې ۱۲ تنه د غلا، خیانت، اوسپنې د قاچاق په تړاو نیول شوي، د عامه نظم د ګډوډولو په تور پنځه تنه له پکتیا، څلور تنه د لغمان او اووه تنه د عامه نظم د ګډوډولو په تور نیول شوي دي. په جوزجان کې د اخلاقي فساد په تور دوه تنه له خوست او يو بل تن په زابل ولايت کې له يوه پلورنځي څخه د لسګونو موبايلونو د غلا په تور نيول شوي.
 
په همدې حال کې د کابل امنیه قومانداني وايي چې د کابل د اتمې حوزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
 
د کابل امنیه قومانداني زیاتوي، چې دوه تنه د موټرونو د غلا په تور، پنځه د موبايلونو د غلا په تور او پنځه نور د اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو د هېواد له يو شمېر ولايتونو څخه په دوو بېلابېلو عملياتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۹ او ۴۱ تنه نيولي وو.
https://avapress.com/vdccxpqip2bqeo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته