دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 265064
د کابل پوليسو د سوداګرو د امنيت ډاډ ورکړ
د کابل امنیه قومندانۍ چارواکي د سوداګرو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکوي او وايي چې د وضعیت د ښه والي په موخه به دغه اداره له سوداګرو سره اونیزه ناسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل چې دغه اداره په دې وروستیو کې هره اونۍ او هره میاشت له سوداګرو سره ناستې کوي او د امنیت د تامین او د هغوی د غوښتنو په اړه خبرې کوي.
 
د ځدراڼ د څرګندونو پر بنسټ، د کابل امنیه قومانداني به نه یوازې د سوداګرو بلکې د ټولو هېوادوالو امنیت تامین کړي.
 
هغه ټینګار وکړ چې د سوداګرو امنیت د دوی د همغږۍ له مخې تامین شوی او هغوی ته د وسلو کارتونه وېشل شوي دي.
 
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس یونس مومند د سوداګرو له امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او طلوع نیوز ته یې وویل چې امنیتي ادارو په یوه ورځ کې ۳۵۰ سوداګرو ته د وسلو کارتونه وېشلي دي.
 
د مومند په وينا، د افغانستان اسلامي امارت په امنيتي چارو کې له خصوصي سکتور سره ډېره مرسته کړې او هر هغه خدمت چې سوداګر يې له دولت څخه غوښتنه کوي، وړاندې کړي دي.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تېره میاشت په یو شمېر رسنیو کې د ۱۳ سوداګرو د تښتول کېدو راپورونه خپاره شول.
 
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند بیا دغه راپورونه ردوي او زیاتوي چې امنیتي بنسټونه د ټولو هېوادوالو د امنیت د تامین لپاره د پخوا په پرتله ډېر کار کوي.
 
په همدې حال کې په هغه غونډه کې چې پرون د صنايعو او سوداګرۍ وزارت د مرستيال مولوي قدرت الله جمال او د کابل د صنايعو او کانونو د خونې د اجرائيه رئيس محمدکريم عظيمي ترمنځ جوړه شوې وه، ژمنه وشوه چې دغه وزارت به د ټولو ستونزو د اساسي حل لپاره هلې ځلې وکړي.
 
https://avapress.com/vdciqwar5t1aqu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته