دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 265408
د کابل - غور پر لویه لار لسګونه مسافر بند پاتې دي
د غور ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د واورې ورښت له امله د کابل - غور پر لویه لار شاوخوا سل مسافر بند پاتې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: سرچینې نن دوشنبه (دلو ۲۴) وایی چې په کوتل بکک کې ۵ مسافر وړونکی موټر چې ۹۰ تنه سپاره وو، ودرول شول.
 
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په مسافرو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
 
د کابل - غور پر لویه لار بند پاتې مسافر د دې لارې د بیا پرانېستلو په برخه کې مرسته غواړي.
 
اسلامي امارت د دې لویې لارې د بندیدو په اړه څه نه دي ویلي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالیو یو تن اوسېدونکی د سړې هوا له امله ساه ورکړه
https://avapress.com/vdcawmnua49niy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته