دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 282406
د کابل په هوايي ډګر کې د لسو پروژو کار پیل شو
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت له لوري د لسو بېلابېلو پروژو چارې پرانېستل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دغو پروژو د پرانستې په مراسمو کې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د کارونو ستاینه وکړه او ملي سوداګرو ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

برادر وويل، چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړو او شخړو له امله د هېواد بنسټيزو تاسيساتو او نورو برخو ته ډېر زيان اوښتى او د هېواد اقتصاد يې هم زيانمن کړى دى.

هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د زیربناوو بیارغونې ته هم ځانګړې پاملرنه کړې، چې په بېلابېلو برخو کې یې فعالیتونه یې ښکاره بېلګه ده.

برادر همداراز ټینګار وکړ چې دا د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د سوداګرو او ملي پانګوالو مسوولیت دی چې د خپل توان په اندازه د هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

په دې مراسمو کې دجمهوري رياست دلومړي وزير اقتصادي مرستيال څرګنده کړه چې ديو هېواد دپرمختګ لپاره تر ټولو مهم شرط امنيت دى، دا مهال په افغانستان کې ملي امنيت تامين شوى او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه زمينه برابره شوې ده.

نوموړي له هېواده بهر له پانګوالو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي او د هېواد د ابادۍ او بيارغونې په برخه کې کار وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د خصوصي سکتور له خوا د لسګونو ميليونو افغانيو په ارزښت يو شمېر منځنۍ او وړې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
https://avapress.com/vdchvini-23n6kd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته