دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۸
د مطلب کود : 279082
د کابل دوو روغتونونو ته د زړه په سوري اخته ۲۰ ماشومان د درملنې لپاره معرفي شول
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، د زړه د سوري په ناروغۍ اخته ۲۰ ماشومان یې د درملنې او جراحي لپاره د کابل دوو روغتونونو ته لېږدولي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه دفتر د ایکس په ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې د دوی د درملنې ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له خوا ورکول کیږي.
 
د افغان سرې میاشتې ټولنه وايي، په تېرو ۱۵ میاشتو کې ۱۹۷۲ ماشومان د درملنې لپاره د هېواد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې جرمني هر کال دغه هېواد ته د زړه د سوري ناروغان د درملنې لپاره لېږدول.
 
https://avapress.com/vdcdjn0xxyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته