کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بدخشان تېره شپه یوې زلزلې ولړزاوه

19 جدی 1402 ساعت 12:34

د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د بدخشان ولایت مرکز او شاوخوا سیمې د یوې زلزلې شاهدې وو. د دغې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴،۲ درجې اټکل شوی دی.


آوا: تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ د افغانستان بدخشان ولایت او شاوخوا سیمې یوې زلزلې ولړزولې.

د آلمان د زلزلې د ادارې د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد څخه ۶۹ کیلومتره لیرې و.

د دغې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴،۲ درجې اټکل شوی دی.

په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان بدخشان ولایت د څو زلزلو شاهد دی.


د مطلب کود: 283806

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283806/بدخشان-تېره-شپه-یوې-زلزلې-ولړزاوه

آوا
  https://www.avapress.com