دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 283806
بدخشان تېره شپه یوې زلزلې ولړزاوه
د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه د بدخشان ولایت مرکز او شاوخوا سیمې د یوې زلزلې شاهدې وو. د دغې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴،۲ درجې اټکل شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: تېره شپه شاوخوا ۱:۳۰ د افغانستان بدخشان ولایت او شاوخوا سیمې یوې زلزلې ولړزولې.

د آلمان د زلزلې د ادارې د معلوماتو له مخې، د دغې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت له مرکز فیض آباد څخه ۶۹ کیلومتره لیرې و.

د دغې زلزلې شدت د ریښتر په حساب ۴،۲ درجې اټکل شوی دی.

په وروستیو څو میاشتو کې د افغانستان بدخشان ولایت د څو زلزلو شاهد دی.
https://avapress.com/vdccx1qie2bq448.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته