کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا ولایت کې د ۸ روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

19 جدی 1402 ساعت 15:43

د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ۷ ولسواليو کې د ۵۲۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت ۸ روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي.


آوا - پکتیکا: د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جدی په ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه روغتیايي مرکزونه په یو شمېر هغو ولسوالیو کې جوړ شوي چې روغتیايي خدمات په کې کم وو.

دغه ریاست په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه روغتیايي مرکزونه به ډېر ژر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او خلکو ته به د لاسرسي وړ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ننګرهار او لغمان کې دوه روغتيايي مرکزونه پرانستل شول.


د مطلب کود: 283827

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283827/په-پکتیکا-ولایت-کې-د-۸-روغتیايي-مرکزونو-جوړېدو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com