دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 283827
په پکتیکا ولایت کې د ۸ روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې
د پکتيکا ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ۷ ولسواليو کې د ۵۲۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت ۸ روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - پکتیکا: د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جدی په ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغه روغتیايي مرکزونه په یو شمېر هغو ولسوالیو کې جوړ شوي چې روغتیايي خدمات په کې کم وو.

دغه ریاست په خپله خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دغه روغتیايي مرکزونه به ډېر ژر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او خلکو ته به د لاسرسي وړ وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په ننګرهار او لغمان کې دوه روغتيايي مرکزونه پرانستل شول.
https://avapress.com/vdcf0md0ew6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته