کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل والي د شیعه عالمانو د شورا له غړو سره په کتنه کې:

اسلامي امارت په نظام کې قومي، ژبني او مذهبي تعصبونو ته ځای نشته/ د شیعه ګانو وړاندیزونه به په نظر کې ونیول شي

20 جدی 1402 ساعت 9:29

د کابل والي د شیعه علماوو شورا له غړو سره په کتنه کې د هېوادوالو پر مساوي حقونو د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د اسلامي امارت په نظام کې قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو ته هیڅ ځای نشته او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې ددي کار زمینه برابره کړي.


آوا - کابل: د کابل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په دې اړه په ایکس پاڼه کې خبر خپور کړی، چې په دې ناسته کې د حکومت او ولس ترمنځ د باور پر رامنځته کولو ټینګار وشو.

ملا امين الله عبيد هم په دې کتنه کې زياته کړه چې د قومونو ترمنځ د مذهبي او نژادي تفرقې په اړه د دښمن دسيسې ناکامې شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله، د کابل والي له اسلامي امارت سره د قومونو له نږدې اړیکو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت دوی ته هغه حقوق ورکړي، چې په اسلام کې دي.

ښاغلي عبید د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: د ویاړ خبره ده چې اسلامي حاکم نظام ملي بودجه له داخلي عوایدو څخه اعلانوي او نړۍ د افغانستان د پولي ثبات له امله حیرانه ده.

هغه دغه راز د شيعه عالمانو د همکارۍ قدرداني وکړه او ويې ويل چې ستاسو وړانديزونه به وڅيړي او په اړه به يې لازم تصميم ونيسي.

په همدې حال کې د هېواد د شيعه علماوو د شورا مرستيال پوهاند محمد اکبري په دې کتنه کې وويل چې د شيعه ټولنې او دولت ترمنځ د باور فضا رامنځته کول د ملت او هېواد د ګټو لپاره ضروري دي.

د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر نورو شیعه مشرانو سره په کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت تګلاره د هر ډول تبعیض او تعصب له منځه وړل او د یووالي ټینګول دي. 

د لومړي وزیر سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی چې د شیعه ګانو په وړاندیزونو او نظرونو به بحث وشي او د حل لپاره به یې اړوندو څانګو ته واستول شي.


د مطلب کود: 283858

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283858/اسلامي-امارت-په-نظام-کې-قومي-ژبني-او-مذهبي-تعصبونو-ته-ځای-نشته-د-شیعه-ګانو-وړاندیزونه-نظر-ونیول-شي

آوا
  https://www.avapress.com