دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 283858
اسلامي امارت په نظام کې قومي، ژبني او مذهبي تعصبونو ته ځای نشته/ د شیعه ګانو وړاندیزونه به په نظر کې ونیول شي
د کابل والي د شیعه علماوو شورا له غړو سره په کتنه کې د هېوادوالو پر مساوي حقونو د ټینګار په ترڅ کې وویل چې د اسلامي امارت په نظام کې قومي، ژبني او مذهبي تعصباتو ته هیڅ ځای نشته او هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې ددي کار زمینه برابره کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په دې اړه په ایکس پاڼه کې خبر خپور کړی، چې په دې ناسته کې د حکومت او ولس ترمنځ د باور پر رامنځته کولو ټینګار وشو.

ملا امين الله عبيد هم په دې کتنه کې زياته کړه چې د قومونو ترمنځ د مذهبي او نژادي تفرقې په اړه د دښمن دسيسې ناکامې شوې دي.

د خبرپاڼې په حواله، د کابل والي له اسلامي امارت سره د قومونو له نږدې اړیکو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت دوی ته هغه حقوق ورکړي، چې په اسلام کې دي.

ښاغلي عبید د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: د ویاړ خبره ده چې اسلامي حاکم نظام ملي بودجه له داخلي عوایدو څخه اعلانوي او نړۍ د افغانستان د پولي ثبات له امله حیرانه ده.

هغه دغه راز د شيعه عالمانو د همکارۍ قدرداني وکړه او ويې ويل چې ستاسو وړانديزونه به وڅيړي او په اړه به يې لازم تصميم ونيسي.

په همدې حال کې د هېواد د شيعه علماوو د شورا مرستيال پوهاند محمد اکبري په دې کتنه کې وويل چې د شيعه ټولنې او دولت ترمنځ د باور فضا رامنځته کول د ملت او هېواد د ګټو لپاره ضروري دي.

د لومړي وزیر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر نورو شیعه مشرانو سره په کتنه کې وویل چې د اسلامي امارت تګلاره د هر ډول تبعیض او تعصب له منځه وړل او د یووالي ټینګول دي. 

د لومړي وزیر سیاسي مرستیال ډاډ ورکړی چې د شیعه ګانو په وړاندیزونو او نظرونو به بحث وشي او د حل لپاره به یې اړوندو څانګو ته واستول شي.
https://avapress.com/vdcjite8ouqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته