کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۲۰۰ تنو واوښت

20 جدی 1402 ساعت 9:50

جاپاني چارواکو ویلي دي چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ د ریښتر په کچه ۷،۵ درجې زلزلې ۲۰۲ کسان وژلي دي.


آوا: جاپاني چارواکو نن اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د جنورۍ د لومړۍ نیټې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰۲ تنو ته ورسید.

د اشیکاوا په ولایت کې د ۷.۵ درجې زلزلې، په داسې حال کې چې کورنۍ د نوي کال ورځ ولمانځله، د ودانیو د ویجاړولو، اورونو او د زیربناوو د ویجاړولو سبب شوه.

تر اوسه شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ له اوبو او ۱۵۶۰۰ کورنۍ له برېښنا بې برخې دي.

د سړکونو حالت د څو ورځو بارانونو له امله خراب شوی چې د ځمکې ښویدنې لامل شوی.


د مطلب کود: 283864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283864/په-جاپان-کې-د-زلزلې-له-امله-مړو-شمیر-تر-۲۰۰-تنو-واوښت

آوا
  https://www.avapress.com