دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۰
د مطلب کود : 283864
په جاپان کې د زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۲۰۰ تنو واوښت
جاپاني چارواکو ویلي دي چې د نوي میلادي کال په لومړۍ ورځ د ریښتر په کچه ۷،۵ درجې زلزلې ۲۰۲ کسان وژلي دي.
افغان غږ خبری آژانس: جاپاني چارواکو نن اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د جنورۍ د لومړۍ نیټې د زلزلې له امله د مړو شمیر ۲۰۲ تنو ته ورسید.

د اشیکاوا په ولایت کې د ۷.۵ درجې زلزلې، په داسې حال کې چې کورنۍ د نوي کال ورځ ولمانځله، د ودانیو د ویجاړولو، اورونو او د زیربناوو د ویجاړولو سبب شوه.

تر اوسه شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ له اوبو او ۱۵۶۰۰ کورنۍ له برېښنا بې برخې دي.

د سړکونو حالت د څو ورځو بارانونو له امله خراب شوی چې د ځمکې ښویدنې لامل شوی.
https://avapress.com/vdcg3w9xtak9774.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته