کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي تدارکاتو کمېسیون په کابل کې د سړک جوړولو شپږ پروژې منظورې کړې

20 جدی 1402 ساعت 10:05

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت په کابل ښار کې د سړک جوړونې شپږ نورې پروژې هم منظورې شوې.


آوا - کابل: د کابل ښاروالۍ وايي، د شهید هنگرها څلورلارې – قصبه، کوټه سنګي – دهمزنګ سړک، د ګلباغ – قصر دارالامان سړک، د ملالۍ څلورلارې – حلقوي سړک، د قلعه شانان سړک – شپیته متره قلعه زمان خان سړک او د خیرخانې دوهم سړک هغه پروژې دي چې په دې وروستیو کې د تدارکاتو کمیسیون لخوا منظورې شوې دي.
 
په همدې حال کې په تېرو دوو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوایدو څخه د سړک جوړونې بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


د مطلب کود: 283868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283868/ملي-تدارکاتو-کمېسیون-په-کابل-کې-د-سړک-جوړولو-شپږ-پروژې-منظورې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com