دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 283868
ملي تدارکاتو کمېسیون په کابل کې د سړک جوړولو شپږ پروژې منظورې کړې
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت په کابل ښار کې د سړک جوړونې شپږ نورې پروژې هم منظورې شوې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل ښاروالۍ وايي، د شهید هنگرها څلورلارې – قصبه، کوټه سنګي – دهمزنګ سړک، د ګلباغ – قصر دارالامان سړک، د ملالۍ څلورلارې – حلقوي سړک، د قلعه شانان سړک – شپیته متره قلعه زمان خان سړک او د خیرخانې دوهم سړک هغه پروژې دي چې په دې وروستیو کې د تدارکاتو کمیسیون لخوا منظورې شوې دي.
 
په همدې حال کې په تېرو دوو کلونو کې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوایدو څخه د سړک جوړونې بېلابېلې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
https://avapress.com/vdcaienua49naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته