کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د جاپان سفیر د سهیل شاهین سره په کتنه کې د تعامل او بشري مرستو پر اهمیت خبري وکړي

20 جدی 1402 ساعت 14:00

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره د تعامل او بشري مرستو پر اهمیت خبرې کړې دي.


آوا - کابل: دغه غونډه نن سه شنبه د جدی په ۱۹ مه په دوحه کې جوړه شوه.

سهیل شاهین په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو "د تعامل پر اهمیت، د بشري مرستو، اوسني وضعیت، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې، په افغانستان کې د بزګرانو لپاره د بدیل پروژو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې".

خو په کابل کې د جاپان سفارت تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

تر دې مخکې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه د اوو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له اسلامي امارت سره پر دوامداره او مستقیمو خبرو ټینګار کړی و.


د مطلب کود: 283890

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283890/په-کابل-کې-د-جاپان-سفیر-سهیل-شاهین-سره-کتنه-تعامل-او-بشري-مرستو-پر-اهمیت-خبري-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com