دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 283890
په کابل کې د جاپان سفیر د سهیل شاهین سره په کتنه کې د تعامل او بشري مرستو پر اهمیت خبري وکړي
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره د تعامل او بشري مرستو پر اهمیت خبرې کړې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه غونډه نن سه شنبه د جدی په ۱۹ مه په دوحه کې جوړه شوه.

سهیل شاهین په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو "د تعامل پر اهمیت، د بشري مرستو، اوسني وضعیت، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې، په افغانستان کې د بزګرانو لپاره د بدیل پروژو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې".

خو په کابل کې د جاپان سفارت تر اوسه په دې اړه نظر نه دی څرګند کړی.

تر دې مخکې د جاپان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او منځنۍ اسیا په اړه د اوو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له اسلامي امارت سره پر دوامداره او مستقیمو خبرو ټینګار کړی و.
https://avapress.com/vdcf1md0xw6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته