کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له کرزي سره د کاظمي قمي د کتنې اصلي موضوع د ایران او افغانستان د اړیکو ټینګول او پراخول

21 جدی 1402 ساعت 9:43

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او د سفارت مشر حسن کاظمي قمي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. ويل کيږي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا، له افغانستان سره د ايران د اسلامي جمهوريت د رول او همکاريو په باب خبرې اترې او د نظريو تبادله وکړه.


آوا - کابل: ښاغلي کرزي پرون چهارشنبه (د جدی ۲۰مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو سربېره د ملګرو ملتونو د سازمان د افغانستان په اړه د امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه لیک په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه.

ښاغلي کرزي په هېواد کې د دايمي سولې او ثبات د تامين لپاره ملي تفاهم يوه جدي اړتيا وبلله.

په دغه کتنه کښې پخوانی ولسمشر په کرمان ښار کښې د ترهګرۍ پېښې په غندلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت له خلکو او حکومت سره د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګند کړل.

حامدکرزي له افغانستان سره په بېلابېلو پړاوونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت رول او همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا باندې په ټینګار سره مهمې وبللې او د ایران د همکاریو د دوام غوښتونکی شو.

تر دې وړاندې کاظمي قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره هم کتلي وو.


د مطلب کود: 283955

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283955/له-کرزي-سره-د-کاظمي-قمي-کتنې-اصلي-موضوع-ایران-او-افغانستان-اړیکو-ټینګول-پراخول

آوا
  https://www.avapress.com