دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 283955
له کرزي سره د کاظمي قمي د کتنې اصلي موضوع د ایران او افغانستان د اړیکو ټینګول او پراخول
په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي او د سفارت مشر حسن کاظمي قمي له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل. ويل کيږي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او پراختيا، له افغانستان سره د ايران د اسلامي جمهوريت د رول او همکاريو په باب خبرې اترې او د نظريو تبادله وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ښاغلي کرزي پرون چهارشنبه (د جدی ۲۰مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر حالاتو سربېره د ملګرو ملتونو د سازمان د افغانستان په اړه د امنیت شورا ۲۷۲۱ پریکړه لیک په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه.

ښاغلي کرزي په هېواد کې د دايمي سولې او ثبات د تامين لپاره ملي تفاهم يوه جدي اړتيا وبلله.

په دغه کتنه کښې پخوانی ولسمشر په کرمان ښار کښې د ترهګرۍ پېښې په غندلو سره د ایران د اسلامی جمهوریت له خلکو او حکومت سره د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب څرګند کړل.

حامدکرزي له افغانستان سره په بېلابېلو پړاوونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت رول او همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا باندې په ټینګار سره مهمې وبللې او د ایران د همکاریو د دوام غوښتونکی شو.

تر دې وړاندې کاظمي قمي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقی سره هم کتلي وو.
https://avapress.com/vdchmxnim23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته