کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته د کانونو وزارت چمتووالی

21 جدی 1402 ساعت 11:54

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکمنستان له سفیر او د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس سره په کتنه کې وویل چې افغانان د ټاپي د سترې اقتصادي پروژې ملاتړ ته ژمن دي او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.


آوا - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره د شهاب الدین دلاور د کتنې خبر ورکړی دی. 

د خبرپاڼي له مخې د ازبکستان سفیر او د ټاپي پروژې اجرایوي رییس په دې کتنه کې ویلي، چې اوس د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره زمینه تر بل هر وخت ډېره چمتو شوې او د کار ژر پیل ته ژمن یو.

له بلې خوا شهاب الدین دلاور د هېواد لپاره د دغې پروژې ارزښت ته په اشارې سره وویل چې افغانان د دغې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ ته ژمن دي او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې د ارزښت، د ځمکې د استملاک، له ترکمنستان څخه کابل ته د تخنیکي ټیم د لېږلو او په هرات کې د دغې پروژې د عملي پیل د زمینې په برابرولو خبرې وکړې.

د ټاپي د ګازو نل لیکه چې د افغانستان د ټرانسپورټ په نوم یادېږي، په سیمه کې د ګازو د لېږد یوه له سترو پروژو څخه ده چې په پلي کېدو سره به یې افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ په اقتصادي دهلېز بدل شي. 


د مطلب کود: 283979

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283979/د-ټاپي-پروژې-تطبیق-په-برخه-کې-همکارۍ-ته-کانونو-وزارت-چمتووالی

آوا
  https://www.avapress.com