دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۴
د مطلب کود : 283979
د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې همکارۍ ته د کانونو وزارت چمتووالی
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکمنستان له سفیر او د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس سره په کتنه کې وویل چې افغانان د ټاپي د سترې اقتصادي پروژې ملاتړ ته ژمن دي او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس مراد امانوف سره د شهاب الدین دلاور د کتنې خبر ورکړی دی. 

د خبرپاڼي له مخې د ازبکستان سفیر او د ټاپي پروژې اجرایوي رییس په دې کتنه کې ویلي، چې اوس د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره زمینه تر بل هر وخت ډېره چمتو شوې او د کار ژر پیل ته ژمن یو.

له بلې خوا شهاب الدین دلاور د هېواد لپاره د دغې پروژې ارزښت ته په اشارې سره وویل چې افغانان د دغې سترې اقتصادي پروژې ملاتړ ته ژمن دي او اسلامي امارت په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د ټاپي پروژې د ارزښت، د ځمکې د استملاک، له ترکمنستان څخه کابل ته د تخنیکي ټیم د لېږلو او په هرات کې د دغې پروژې د عملي پیل د زمینې په برابرولو خبرې وکړې.

د ټاپي د ګازو نل لیکه چې د افغانستان د ټرانسپورټ په نوم یادېږي، په سیمه کې د ګازو د لېږد یوه له سترو پروژو څخه ده چې په پلي کېدو سره به یې افغانستان د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا هېوادونو ترمنځ په اقتصادي دهلېز بدل شي. 
https://avapress.com/vdcd5s0xnyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته