کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان له متحده عربي اماراتو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره مرسته وکړي

23 جدی 1402 ساعت 9:25

په کراچۍ کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ مشر عبدالجبار تخاري په هغه ښار کې د متحده عربي اماراتو د قونسلګرۍ له مشر بخیت عتیق الرمیثی سره په کتنه کې په پاکستان کې میښت افغان کډوالو سره د متحده عربي اماراتو د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: په دې کتنه کې د اسلامی امارت قونسل جنرال په کراچۍ کې د افغان مهاجرینو د ستونزو په اړه خپل اماراتی سیال ته معلومات ورکړل.
 
هغه زياته کړه، چې په کراچۍ ښار کې زرګونه افغان کورنۍ په کمپونو او د ښار په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي، خو د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
 
په کراچۍ کې د اسلامي امارت قونسل جنرال په کراچۍ کې له افغان مهاجرینو سره د متحده عربي اماراتو له مرستندویه موسسو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 284052

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284052/افغانستان-له-متحده-عربي-اماراتو-وغوښتل-چې-افغان-کډوالو-سره-مرسته-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com