دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 284052
افغانستان له متحده عربي اماراتو وغوښتل چې له افغان کډوالو سره مرسته وکړي
په کراچۍ کې د اسلامي امارت د قونسلګرۍ مشر عبدالجبار تخاري په هغه ښار کې د متحده عربي اماراتو د قونسلګرۍ له مشر بخیت عتیق الرمیثی سره په کتنه کې په پاکستان کې میښت افغان کډوالو سره د متحده عربي اماراتو د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې کتنه کې د اسلامی امارت قونسل جنرال په کراچۍ کې د افغان مهاجرینو د ستونزو په اړه خپل اماراتی سیال ته معلومات ورکړل.
 
هغه زياته کړه، چې په کراچۍ ښار کې زرګونه افغان کورنۍ په کمپونو او د ښار په لرې پرتو سيمو کې ژوند کوي، خو د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.
 
په کراچۍ کې د اسلامي امارت قونسل جنرال په کراچۍ کې له افغان مهاجرینو سره د متحده عربي اماراتو له مرستندویه موسسو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتنه وکړه.
https://avapress.com/vdcgnt9xxak97z4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته