کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر قطر ته سفر وکړ

23 جدی 1402 ساعت 10:22

د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د دې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالقي قطر ته سفر کړی دی.


آوا - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر دغه ګڼه په ایکس پاڼه کې خپره کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، ښاغلی خالقي به د دغه سفر په ترڅ کې د دغه سازمان له استازي بیل ګېټس او د یو شمېر سفارتونو له استازو سره د روغتیا په برخه کې د همکاریو او له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې رييس تر دې مخکې هم د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو د راټولولو په موخه قطر ته سفر کړى و.


د مطلب کود: 284058

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284058/د-افغان-سرې-میاشتې-ټولنې-مشر-قطر-ته-سفر-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com