دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 284058
د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر قطر ته سفر وکړ
د افغان سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې د دې ټولنې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالقي قطر ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغاني سرې میاشتې ټولنې مطبوعاتي دفتر دغه ګڼه په ایکس پاڼه کې خپره کړې ده.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو له مخې، ښاغلی خالقي به د دغه سفر په ترڅ کې د دغه سازمان له استازي بیل ګېټس او د یو شمېر سفارتونو له استازو سره د روغتیا په برخه کې د همکاریو او له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه خبرې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغاني سرې مياشتې رييس تر دې مخکې هم د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو د راټولولو په موخه قطر ته سفر کړى و.
https://avapress.com/vdccp0qi42bq4x8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته