کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له پاکستان څخه کاناډا ته د ۲۹۵ افغان اتباعو انتقال

23 جدی 1402 ساعت 15:41

د کاناډا حکومت په دې وروستیو کې له پاکستان څخه هغه هېواد ته په یوه چارټر الوتنه کې د ۲۹۵ نورو افغان اتباعو د لېږدولو اعلان کړی دی.


آوا - کابل: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست وايي چې دغه کسان له پاکستان څخه ټورنټو ته لیږدول شوي دي.
 
د ادارې د اعلان له مخې نوي ځای پر ځای شوي کډوال به په کاناډا کې په 34 ځایونو کې میشته شي، په شمول د کالګري او وینکوور.

د کاناډا حکومت وايي، د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هدف یې پوره کړی دی.

هېواد وايي، د هغو کسانو د اسنادو د ثبتولو لړۍ دوام لري، چې له وړاندې منل شوي دي.

د پاکستان د حکومت له خوا د افغان مهاجرو د اخراج له پریکړې وروسته کاناډا د دغه هیواد د اتباعو د انتقال بهیر زیات کړی دی.
سرچینه: د صدای افغان خبری آژانس (آوا) کابل


د مطلب کود: 284108

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284108/له-پاکستان-څخه-کاناډا-ته-د-۲۹۵-افغان-اتباعو-انتقال

آوا
  https://www.avapress.com