دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۴۱
د مطلب کود : 284108
له پاکستان څخه کاناډا ته د ۲۹۵ افغان اتباعو انتقال
د کاناډا حکومت په دې وروستیو کې له پاکستان څخه هغه هېواد ته په یوه چارټر الوتنه کې د ۲۹۵ نورو افغان اتباعو د لېږدولو اعلان کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت ریاست وايي چې دغه کسان له پاکستان څخه ټورنټو ته لیږدول شوي دي.
 
د ادارې د اعلان له مخې نوي ځای پر ځای شوي کډوال به په کاناډا کې په 34 ځایونو کې میشته شي، په شمول د کالګري او وینکوور.

د کاناډا حکومت وايي، د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هدف یې پوره کړی دی.

هېواد وايي، د هغو کسانو د اسنادو د ثبتولو لړۍ دوام لري، چې له وړاندې منل شوي دي.

د پاکستان د حکومت له خوا د افغان مهاجرو د اخراج له پریکړې وروسته کاناډا د دغه هیواد د اتباعو د انتقال بهیر زیات کړی دی.
سرچینه: د صدای افغان خبری آژانس (افغان غږ خبری آژانس) کابل
https://avapress.com/vdciu5arvt1avz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته