کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عامې روغتیا وزارت سرپرست له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د ایران پر همکاریو ټینګار وکړ

24 جدی 1402 ساعت 12:39

د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د "روغتیا امنیت" نړیوالې غونډې په څنډه کې وویل، چې افغانستان د روغتیايي علومو د زده کړو په برخه کې د ایران همکارۍ ته اړتیا لري.


آوا - کابل: تسنیم خبری آژانس د عباد په حواله خبر ورکړی چې اسلامی امارت د خپل روغتیایی سیستم د پیاوړتیا لپاره د ایران همکارۍ ته اړتیا لری.

عباد زياته کړه: په ايران کې موږ خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او له ساري ناروغيو سره د مبارزې په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د پرمختګ شاهدان يو او باور لرو چې دا د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د افغانستان لپاره يو مناسب فرصت دى. "
 
داسلامی امارت دغه چارواکی همداراز وئیلی دی ، له تهران سره داسلامی امارت ګډې همکارۍ د متقابلو شرایطو په درک کولو سره خلکو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په زمینه کښې یو مناسب فرصت رامینځته کولای شی .

عباد ټینګار وکړ، چې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسله باید له هر ډول سیاست لرې وي.

هغه یادونه وکړه: موږ د روغتیایی علومو د زده کړو، درمل جوړولو او د بشری منابعو د پیاوړتیا په برخو کی د ایران له تجربو څخه په استفادې سره علاقه لرو.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له دې وړاندې هم د روغتیا په برخه کې له نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې وه.


د مطلب کود: 284141

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284141/د-عامې-روغتیا-وزارت-سرپرست-له-افغانستان-سره-په-برخه-کې-ایران-پر-همکاریو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com