دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 284141
د عامې روغتیا وزارت سرپرست له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د ایران پر همکاریو ټینګار وکړ
د عامې روغتیا وزارت سرپرست قلندر عباد د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د "روغتیا امنیت" نړیوالې غونډې په څنډه کې وویل، چې افغانستان د روغتیايي علومو د زده کړو په برخه کې د ایران همکارۍ ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: تسنیم خبری آژانس د عباد په حواله خبر ورکړی چې اسلامی امارت د خپل روغتیایی سیستم د پیاوړتیا لپاره د ایران همکارۍ ته اړتیا لری.

عباد زياته کړه: په ايران کې موږ خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو او له ساري ناروغيو سره د مبارزې په بېلابېلو برخو کې د دغه هېواد د پرمختګ شاهدان يو او باور لرو چې دا د دوه اړخيزو همکاريو د پراختيا لپاره د افغانستان لپاره يو مناسب فرصت دى. "
 
داسلامی امارت دغه چارواکی همداراز وئیلی دی ، له تهران سره داسلامی امارت ګډې همکارۍ د متقابلو شرایطو په درک کولو سره خلکو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په زمینه کښې یو مناسب فرصت رامینځته کولای شی .

عباد ټینګار وکړ، چې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسله باید له هر ډول سیاست لرې وي.

هغه یادونه وکړه: موږ د روغتیایی علومو د زده کړو، درمل جوړولو او د بشری منابعو د پیاوړتیا په برخو کی د ایران له تجربو څخه په استفادې سره علاقه لرو.

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت له دې وړاندې هم د روغتیا په برخه کې له نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
https://avapress.com/vdcfjjd0yw6dcya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته