کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان له سفیر سره وکتل

24 جدی 1402 ساعت 12:47

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ترکمنستان له سفیر خواجه عوادوف سره په کتنه کې د صادراتو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر توازن ټینګار وکړ.


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ناستې په ترڅ کې په نږدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د افغاني محصولاتو د نندارتون د جوړیدو او د سوداګرو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په جوړولو هوکړه وشوه. 

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي او افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت سرپرست وزیر د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره کتلي وو.


د مطلب کود: 284145

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284145/د-صنایعو-او-سوداګرۍ-وزارت-سرپرست-ترکمنستان-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com