دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۷
د مطلب کود : 284145
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست د ترکمنستان له سفیر سره وکتل
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ترکمنستان له سفیر خواجه عوادوف سره په کتنه کې د صادراتو پر زیاتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر توازن ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ناستې په ترڅ کې په نږدې راتلونکي کې په عشق اباد کې د افغاني محصولاتو د نندارتون د جوړیدو او د سوداګرو ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو په جوړولو هوکړه وشوه. 

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي او افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د صنعت سرپرست وزیر د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره کتلي وو.
https://avapress.com/vdcjxxe8iuqeovz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته