کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پروان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه مړه او ټپيان شول

24 جدی 1402 ساعت 14:22

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.


آوا: د پروان ولایت سیمه ییز چارواکی وایی، دغه پېښه د دغه ولایت د چهاردهی ولسوالۍ په سیاهګرد کلی کې رامنځته شوې ده.

د دوی په خبره، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو تېز سرعت موټر له یوه موټرسایکل سره ټکر وکړ.

د دې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.


د مطلب کود: 284158

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284158/په-پروان-کې-د-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-څلور-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com